رویټرز راپور ورکړی ترکیې د اسراییلو لهخوا د سوریې پر پلازمېنه تر بریدونو وروسته، خپل پیغام د خپلې استخباراتي ادارې له لارې اسراییلي چارواکو ته رسولی دی. په راپور کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، له قوله ویل شوي، چې ترکیې له اسراییلو سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي او خپل سفیر یې هم له تلابیبه ور غوښتی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د اسراییلي بریدونو وروسته، د سوریې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او په انقره کې د امریکا له سفیر سره یې تماس نیولی دی. ترکي چارواکو په ډاګه کړې، چې دوی نهغواړي په سوریه کې جګړه پېښه شي.




































