د پروان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د یوه کلیوالي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د سالنګ ولسوالۍ په درندي کلي کې د اکتېد موسسې په مالي ملاتړ د یو میلیون ۵۳۵ زره افغانیو په لګښت د یو کیلو متر په اوږدوالي د یوه کلیوالي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې په یاده سیمه کې شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ ژوند کوي چې د تګ راتګ په برخه کې یې ګڼې ستونزې درلودې خو د یادې پروژې په بشپړېدو سره به یې یادې ستونزې تر یوه بریده راکمې شي.




































