کابل ښاروالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې کابل مېشتي د اوبو له کمښت سره مخ دي او باید له اړتیا پرته اوبه مصرف نه کړي. اعلامیه کې د اوبو ناسمه کارونه، اقلیمي بدلون او د نفوسو ډېروالی د اوبو د کموالي ځانګړي لاملونه بلل شوي دي. کابل ښاروالي ویلي، که په همدې ډول د اوبو مصرف دوام وکړي؛ نو هم به چاپېریال ته زیان ورسېږي او هم به راتلونکی نسل اوبه و نه لري. د شمېرو له مخې، د کابل په ډېری مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د اوبو کچه خورا ټيټه شوې او دې مسئلې د کابل د میلیونونو اوسېدونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف هم خبرداری ورکړی و چې د کابل ښار اوبه به تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه وچې شي.




































