په هیواد کې د سرې میاشتې ټولنې او سره صلیب نړیوال فدراسیون خبرداری وکړی چې د بودیجې بې ساري کمښت له میلیونونو راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو دوام له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی. سره صلیب په یوه راپور کې ویلي، چې تر اوسه د راستنېدونکو د اړتیا پوره کولو لپاره ۱۰ سلنه بودیجه برابره شوې ده. په افغانستان کې د سره صلیب دفتر مسوولینو خبرداری ورکړی، چې که د تمویل وضعیت ژر ښه نه شي، ښايي په نږدې راتلونکي کې ان د سرحدي سیمو په کچه د خوراکي مرستو وېش هم ودریږي. له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دوام لري چې دې چارې پر سرحدي سیمو په ځانګړې توګه پر اسلامکلا بندر فشار زیات کړی دی.




































