د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې وویل، چې تېر کال د سټنډرډ عالي شورا په څلورو ناستو کې ۲۲۸ بېلابېل سټنډرډونه تصويب شوي دي. د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر ریيس وحيد احمد بدري دغه راز وویل، چې د ۵۲ زره ۷۹۵ بېلابېلو موادو نمونې ارزول شوې دي او د خوست په غلام خان، د پکتيا په ډنډ پټان او کندوز په شېرخان بندرونو کې د دغې ادارې له لوري فعاليت پيل شوی دی.




































