د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور فراه ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې د بخش اباد بند رغنیزې چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې دي. نوموړي ویلي چې د بخش آباد بند د اوبو د انحرافي تونلونو روانې رغنيزې چارې او ترسره شوې کړنې د پخوا په پرتله چټکې او د قناعت وړ دي. منصور زیاته کړې چې د فراهي وګړو د غوښتنې او د اوبو د ایسارولو لپاره یې د خاورين بند د جوړولو او په روانو چارو کې يې د اغيزو په موخه د بخش اباد بند له اړوندو انجينرانو سره یې هم خبرې کړې دي. هغه د انحرافي تونلونو د رغولو ترڅنګ د خاورين بند رغول اړين وبلل او ټولو فراهي وګړو ته يې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به پرې کار پیل کړي.




































