په هیواد کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون مسوولینو ویلي، چې په وروستۍ یوه میاشت کې پر راستنېدونکو کډوالو دوه میلیارد افغانۍ وېشل شوې دي. د دغه کمیسیون غړي احمدالله وثیق نن رسنیو ته ویلي، چې هره ورځ د راستنېدونکو هیوادوالو د کورنۍ هر غړي ته دوه زره افغانۍ وېشل کیږي. نوموړي زیاته کړې، چې بیرته راستنېدونکو ته د نغدو پیسو وېشلو ترڅنګ، د خوړو، لېږد، روغتیايي خدماتو او نوملیکنې په څېره ټول خدمتونه په وړتیا ډول وړاندې کیږي.




































