د بغلان ولایت د غوري سیمنټو کارخونې مسوولین وايي چې د ملي پراختیا شرکت هڅې روانې کړي څو په نوې ټکنالوژۍ سمباله د غوري سیمنټو ۳مه کارخونه جوړه کړي. د مسوولینو په خبره هڅې روانې دي چې په یو یا دوو کلونو کې د غوري سیمنټو نوې کارخونه به په نوې ټکنالوژۍ سمباله جوړه کړي. مسوولین وایي اوسني تولیدي سیسټمونه خاورې او دوړې خپروي، خو نوی سیسټم به د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسي او له همدې امله د دریمې خونې په فعالېدو سره به پخوانۍ کارخونه بنده شي. د غوري سیمنټو کارخونې مسوولین وايي چې د دوړو د کمولو لپاره یې د ترقۍ بڼ جوړ کړی، خو د اساسي حل لپاره نوي تولیدي تاسیسات اړین دي.




































