د ټولګټو چارو وزارت چارواکو د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، چې په تېر ۱۴۰۳ مالي کال کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۴.۴ مېلیونه ټنه انتقالات شوي چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په کچه کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دوی همداراز ادعا کړې چې د اوسپنۍ پټلې له لارې د توکو لېږدولو د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز کړی دی. د ټولګټو وزارت چارواکو دغه راز وویل، چې د هرات–کندهار د ۷۳۷ کیلومټره اوږدې اوسپنې پټلۍ پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین لپاره له پنځو شرکتونو سره د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، دا مهال د ۱۳۹۵ کیلومټره سړک د ډیزاین چارې روانې دي چې ۶۶ سلنه بشپړ شوي دي.




































