د بغلان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۴ کال په تېرو درېیو میاشتو کې یې څه باندې ۲۲۴ میلیونه افغانیو عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د برېښنا رییس سردار ولي حمزه ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال په تېرو درېیو میاشتو کې د برېښنایې لګښتونو له درکه ۲۲۴ میلیونه،۷۵۲ زره ۵۸۰ افغانۍ عواید راټول او دولت خزانې ته یې سپارلې دي. نوموړي زیاته کړې، یاد ریاست هڅه کوي، چې په راتلوونکي کې د بغلان ولسونو ته د برېښنا په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو له یادې برخې څخه په پراخه توګه عواید راټول کړل شي.




































