د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نورستان د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې دغه پېښه د برګمټال ولسوالۍ د سمریګام په سیمه کې د سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو تن مړ او ۵ نورټپیان دي. د یادې پېښې ټپیان پر وخت د یادې سیمې د اوسېدونکو له لوري روغتون ته لېږدول شوي.




































