د هندوستان مشهور کرکت مبصر شوبانکر میشرا د شپږېزې لیګ سیالیو په لړ کې د تبصرې کولو پرمهال ویلي، چې هغه په افغانستان کې د کورني کرکټ له کچې او په دغه هیواد کې د ابادۍ له روانو چارو متاثره شوی دی. میشرا چې نن یې په شپږېزه لیګ سیالیو کې د بند امیر او بوست لوبډلو ترمنځ په روانه لوبه کې تبصره کوله دا هم ویلي، چې که چیرته له افغانستان سره نوره نړۍ تعامل وکړي نو په ډاډ سره ویلي شي، لکه څنګه چې افغانانو ته په کرکټ کې چانس ورکړل شو خپله وړتیا وښودله؛ نو داسې به هره برخه کې خپله وړتیا ښیي او ځلېږي به. نوموړي په افغانستان کې د بشپړ امنیت او د سړکونو جوړولو ته په اشارې سره ویلي، چې دغه هیواد د پرمختګ پر لور روان دی.




































