د امارتي شرکتونو مسوولینو د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې د زابل د تورې بند د جوړولو چارې بشپړې شوي او د تورخم ښارګوټی اداري کمپلکس هم جوړ شوی دی. دوی وویل، چې د جبل سراج او غوري سمنټو په کارخونو کې له ۱۹ سوه زره ټنو څخه زیات سمنټ تولید شوی دی. چارواکي زیاتوي، د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې یو میلیون جریب ځمکه امارتي شرکتونو ته سپارل شوې څو د سوداګرۍ او کرنې په برخو کې ترې ګټه واخلي. د یاد ریاست د څرګندونو پر بنسټ، په ټول هېواد کې د خدماتي شرکتونو عواید د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه لوړ شوي چې د ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ تړونونه پکې شامل دي.




































