د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند په ګل غونډۍ سیمه کې د ۳۸ میلیونه ۴۷۸ زره ۲۱ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ رییس شېرجان راشیدي وايي، چې یاده پروژه د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ۲۴۴۸ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د دغې شبکې په بشپړېدو سره، ۱۴۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوي او سربېره پر دې ۱۲۰ هکتاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.




































