د کرنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په کابل کې د اندونیزیا هېواد له شارژدافیر سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. مولوي صدراعظم عثماني د سرپرست حکومت له لوري د نشهيي توکو پر ضد مبارزه، د امنیت ټینګښت، د بنسټیزو پروژو پلي کول، د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ، او د ملي خپلواکۍ او وحدت د ساتنې په برخه کې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې موږ د ټولګټو پروګرامونو پلي کولو ته ژمن یو.




































