د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي به په یوه ۳ ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي. د سرچینو د مالوماتو له مخې په دغه سفر کې چې سبا دوشنبه پیلیږي، متقي به پکې د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف، له مرستیال صدر اعظم اسحاق دار او نورو چارواکو سره پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسلو خبرې اترې وکړي. دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی. د دغه شمیر کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري، وخت یې د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې او پاکستان ویلي چې نه یې تمدیدوي.




































