د غزني ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د خوګیاڼي ولسوالۍ لپاره د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې دي. د غزني د والي ویاند عزت الله سعیدي ویلي، چې د خوګیانو ولسوالۍ لپاره په چهار کلا سیمه کې د کورنیو چارو وزارت له پراختیايي بودجې څخه په درېیو پوړونو کې اداري ودانۍ جوړېږي. د قراردادي شرکت مسوول امین الله وايي، چې دغه ودانۍ به شل اداري خونې ولري او د نهو میاشتو په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.




































