د امریکا په الاباما ایالت کې د سخت توپان له امله د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۳ کسان مړه شوي دي. دغه توپان ونې ایستلې، سړکونه او ودانۍ یې هم ډېرې زیانمنې کړې دي. د لي کاونټي د سیمې پولیس چارواکو ویلي چې تر اوسه د مړو شمېر ۲۳ تنو ته رسېږي او یو شمېر نور کسان په روغتونونو کې بستر دي چې د ځینو هغو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د چارواکو په وینا په الاباما کې د څه باندې ۶زره کورونو برښنا پرې شوې او په څنګ لوري جورجیا کې هم ۱۶ زره کورونه له برښنا بې برخې شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر د الاباما او د نورو توپان ځپلو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې ځان خوندي او له احتیاطه کار واخلي.



































