د احصایي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې يې ۴ زره او ۴۶ بهرمېشتو افغانانو ته له فزیکي حضور پرته د تابیعت تذکرې ورکړې دي. دغې ادارې ویلي، په ورکړل شویو تذکرو کې نوې، مثنی او هغه تذکرې شاملي دي چې بیا ځلي اصلاح شوي دي. د احصاییې او معلوماتو ادارې په وینا، په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې نږدې ۱۴ زره کسانو د تذکرې د ورکړې، اصلاح او نور اړوند خدمتونه هم وړاندې کړي دي.




































