د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې(یو این ډي پي) په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې له ۱۸۰ متشبثو مېرمنو سره د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په موخه نغدي مرسته شوې ده. د مسوولینو په خبره دې پروژه کې ۲۵ متشبثو ښځو ته ۱۰۰۰ ډالر او ۱۵۵ نورو ته ۶۰۰ ډالر نغدي مرسته وېشل شوې ده. ځايي مسوولین یادې مرستې د ښځو اقتصادي ملاتړ، د هغوی کاروبار ته وده ورکول او د کاري فرصتونو پراخول بولي.




































