د ایران امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د «هجرت» په نوم د یوې طرحې د پلي کېدو پر مهال د دغه هېواد د شماللوېدیځ په قزوین ولایت کې له ۵۵۰ زیات افغان کډوال نیول شوي دي. په قزوین کې د ایران امنیتي قوماندان رحیم امینی ویلي، چې دا عملیات د روان کال د چنګاښ میاشتې له پیل راهیسې په دغه ولایت کې پیل شوي او د بهرنیو کډوالو د استوګنې او فعالیت د ځایونو تر پېژندلو وروسته، پولیسو د دوی د نیولو اقدام کړی دی. د هغه په خبره د «هجرت» د طرحې پلي کول د بهرنیو وګړو د «ناقانونه حضور» پر ضد د مبارزې په موخه ترسره کېږي او دا پروګرام به تر هغه دوام ولري چې دغه ولایت د کډوالو له شتون څخه په بشپړ ډول “پاک” شي.




































