د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د هډې فارم خرما بڼ په حاصلاتو کې د تېر کال پرتله زیاتوالی راغلی او د اټکل له مخې څه باندې ۲۰ ټنه حاصل به ورکړي. عبدالقیوم اطرافي چې د ننګرهار د وادي کرنیز دولتي شرکت د خرما بڼ مسوول دی له تېرو ۷ کالو راهیسې د دغه بڼ پر پالنه بوخت دی. نوموړی وايي، دا بڼ په ۲۰۱۰ زیږیز کال کې جوړ شوی چې د خرما بوټي یې له عربي متحده اماراتو راوړل شوي چې شپږ ډوله حاصل بازار ته وړاندې کوي. د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ او د تولیداتو خونې مسوولین او بڼوال وایي، هر کال افغانستان ته له نورو هېوادونو زرګونه ټنه خرما واردېږي او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت او خصوصي سکتور دې د دې چارې د مخنیوي لپاره په کور دننه د خرما بڼونو جوړولو ته مخه وکړي.




































