پاکستان د امنیت شورا د فرمان له مخې د ترهګرو ډلو شتمنۍ کنګل کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې چې په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ډلو شتمنۍ کنګل شي. د سرچینې په وینا له همدې امله پاکستان د ګڼوترهګرو او افراطي ډلو شتمنۍ کنګل کړې دي او ددوی ملکیتونه یې ترې اخیستي دي. په دې ډلو کې القاعده، فلاح انسانیت، جیش محمد، لشکر جنګوي او جماعت الدعوه شامل دي. پاکستان وایي دوی د امنیت شورا پرېکړو ته درناوی لري او د ترهګرو ډلو پر ضد به تر دې هم کوټلي ګامونه اوچت کړي.



































