اندونیزیا د افغان زدهکوونکو د تغذیې د پیاوړتیا په موه ۳.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د اندونیزیا د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې پیسو به په ښوونځیو کې هلکانو او نجونو ته مغذي بېسکوټونه ووېشل شي. د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، د اندونیزیا دا مرسته به د راتلونکو درېیو میاشتو لپاره د څه باندې ۲۰۰ زره نجونو او هلکانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي وي. ټاکل شوې چې د دې مرستې په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۰۰ ټنه مغذي بېسکوټونه وپېرل شي.




































