د کندهار په پنځو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ د ۷۴ میلیونه ۳۵۴ زره افغانیو په لګښت ۹ ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کندهار د پوهنې ریاست ویاند زبیر احمد زاکرمل وايي، چې دغه ښوونځي د کندهار په سپین بولدک، معروف، ارغستان، ډنډ، او دامان ولسوالیو کې جوړ شوي دي. د هغه په خبره، په یادو ښوونځیو کې د سیمې زدهکوونکو ته مناسب درسي چاپېریال، روغتیایي اسانتیاوې، پاکې اوبه، تشنابونه، او نور اړین سهولتونه برابر شوي دي.




































