د هرات سرپرست والي مولانا اسلام جار په افغانستان کې د یونېسف او یونیسیار له استازو سره راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ناسته کړې ده. د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي عرفات جمال هیله څرګنده کړې، چې نړۍواله ټولنه به د راستنېدونکو په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. همدا راز د ملګرو ملتونو استازو بې سرپرسته ماشومانو او راستنېدونکو ته د پاملرنې په برخو کې هم خپلې ژمنې تازه کړې دي.




































