د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، هڅه کوي په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره له محلي اقتصاد او کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي. د دغه بنسټ اجرایيوي مرستیال ټېډ چایبان د سرپرست حکومت له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د لیدنې پر مهال، د سرپرست حکومت اقدامات ستایلي او د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو پراخېدو ته یې هیله ښودلې ده. نوموړي د پوهنې، راستنېدونکو کډوالو او اقتصادي پروګرامونو ملاتړ د یونیسف له لومړیتوبونو یاد کړی او ژمنه کړې، چې د راستنېدونکو لپاره به کاري فرصتونه برابر کړي. د سرپرست حکومت اداري مرستیال افغانانو، په ځانګړې توګه راستنېدونکو سره د یونیسف همکاري ستایلي او له نورو نړۍوالو ادارو یې هم د راستنېدونکو دایمي مېشتېدو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.




































