د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ويلي، چې د هرات ولایت د کشک رباطسنګي په حقابه ها کلي او د ګلران ولسوالۍ په نواباد کلي کې د څه باندې ۱۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه وزارت زیاته کړې، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره د نوموړیو کلیو ۶۵۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. په ورته وخت د یادو سیمو اوسېدونکي وايي چې دوی له کلونو راهیسې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ وو، خو اوس يې د دې شبکو په جوړېدو سره د دوی ستونزې هوارې او په کافي اندازه د څښاک اوبو ته لاسرسی موندلی دی.




































