د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ریګستان او سپین بولدک ولسوالیو کې يې د ۱۲۷۶ پسونو د قاچاق مخنیوی کړی دی. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وياند محمد حنيف حقمل ویلي، چي امنيتي ځواکونو په ریګستان او سپین بولدک ولسوالیو کې د ۱۲۷۶ پسونو د قاچاق مخنیوی کړی، چې د فرضي کرښې له لارې پاکستان هېواد ته قاچاق کېدل. د نوموړي په وینا، د یادو پسونو د قاچاق په تور څو کسان هم نیول شوي دي.




































