د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قره باغ او ګیلان ولسوالیو کې د دوو ترافیکو پېښو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چې لومړۍ پېښه د قره باغ ولسوالۍ کې د یو مازدا موټر او یوه موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، دویمه پېښه په ګیلان ولسوالۍ کې د یوه تراکتور د چپه کېدو له امله رامنځته شوی، چې له امله یې تراکتور چلوونکی مړ شوی دی.




































