د بهرنیو چارو وزارت په هیواد کې د راستنېدونکو د ځورونې په تړاو د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې یوناما په دغه راپور کې داسې کلمې ذکر کړې چې د مرستو پر ځای، د راستنېدونکو ترمنځ وېره خپروي. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې یوناما خپل راپور کې د څو محدودو کسانو کیسې د ادعاوو پر بنسټ انځور کړې؛ خو په خبره یې، هېواد ته میلیونونه کسان راستانه شوي او دغه قضیې غرضي بڼه لري. د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) ته خبرداری ورکړی چې د ” بې بنسټه راپورونو” په تړاو به یې ” مناسب اقدام” وکړي.




































