د کاناډا د کډوالۍ ادارې په یوه لیکلي بیان کې، د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پر بنسټ یې تاجکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده. یاد بنسټ ویلي، چې له نړیوالو سازمانو سره په ګډه هڅه کوي څو د هغو افغانانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي چې ټاکل شوې په دغه هېواد کې مېشت شي. په بیان کې ټینګار شوی چې د افغان کډوالو امنیت او ملاتړ د دې ادارې اصلي لومړیتوب دی. د کاناډا د کډوالۍ ادارې پر تاجکستان غږ کړی چې په خپلو پرېکړو کې د افغان زیانمنوونکو کډوالو نازک وضعیت په پام کې ونیسي.




































