د عدلیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او ایرانه د سلګونه زره راستنېدونکو افغانانو د راتګ په اړه ویلي، چې د کورونو مالکان باید د خپلو کورونو کرايې لوړې نه کړي. د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه چې د عدلیې وزارت په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه کړې چې د کورونو مالکان د دې اجازه نه لري چې د خپلو کورونو کرایه د تېر کال پر تله له ۱۰سلنې زیاتې کړي او په وینا یې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.




































