په یوه تازه دواطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۵۳۹ قیراطه زمرد د ۳۴۷ زره او ۸۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول. د پنجشیر والي محمد اغا حکیم وویل چې د دې ولایت لوړ کیفیت لرونکي زمرد توانیدلي چې افغانستان له نړۍوالو بازارونو سره وصل کړي او د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو د پام په راجلبولو کې مهم رول ولوبوي. د پنجشېر د سیمهییزو مسوولینو په خبره، دا مهال د دغه ولایت په حصهاول، پریان او اعنابه ولسوالیو کې د زمردو له ۵۹۰ او د یاقوتو له ۲ کانونه د استخراج چارې روانې دي.




































