د چين صدراعظم (لي که چيانګ) نن د کانګرس کلنۍ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې ۲۰۱۸ کال کې د حکومت لپاره د خپلو دندو عملي کولو لومړی کال و. که څه هم چين په دغه کال کې له ډېرو سختو ننګونو سره مخامخ و، خو په سالمه توګه يې د ۲۰۱۸ کال د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا عمده هدفونه پوره کړي او د هراړخيزې شتمن ټولنې د پوره بشپړولو په بهير کې يې نوي مهم پرمختګونه تر لاسه کړي دي. په تېر کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله ۶ اعشاريه ۶ سلنه زيات شوی چې عمومي اندازه يې له ۹۰ زرو مليارډو يوانو نه زياته وه. په ښارونو او علاقه داريو کې ۱۳ مليونه ۶لکه ۱۰ زرو کسانو ته نوي کارونه برابر شوي، په کليو کې د بي وزلو اوسيدونکو شمېر ۱۳ مليونه ۸لکه ۶۰ زره کسان کم شوی او د هر تن په سر د اوسيدونکو کلني عايدات په سلو کې ۶اعشاريه ۵سلنه زيات شوي.



































