د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په قرغېزستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. عزیزي له یادو پانګه والو او سوداګرو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپلو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.




































