په لغمان ولایت کې د کرنې او خوړو د نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید ۵۰۰ واړه کورني فارمونه جوړېږي. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالستار محمد ویلي چې په دغه ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د وسایلو او خوراکي دانې د وېش لړۍ پیل شوه. هغه ویلي، چې په لومړي پړاو کې اړمنو کورنیو ته د فارم جوړولو وسایل او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه ورکړل شوې ده او ډېر ژر به د چرګانو وېش هم ترسره شي.




































