د اوبو او انرژي وزارت رسنیو ته په استول شوي بلنلیک کې ویلي، چې ټاکل شوې نن د هرات د پاشدان د اوبو بند رسما پرانیستل شي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د پاشدان د اوبو بند او د بریښنا د تولید فابریکه د سرپرست حکومت د بیا واکمنۍ په ویاړ نن پنجشنبه پرانیستل کیږي. د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په ۲۵ کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی. دا بند ۷۴ متره لوړوالی لري او د ۵۴ میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا ۱۳ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.




































