د غزني ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د اوسېدونکو له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د آزاد خان په نوم یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره یاد ښوونځي ته پر ۵ جریبه ځمکه د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوه دوه پوړیزه ودانۍ په اساسي توګه جوړه شوې ده. یاده ودانۍ ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې لري، چې د سیمې۱۴۰۰ زده کوونکو ته یې د زده کړو مناسب چاپېریال برابر کړی دی.




































