د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ۱۳ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بیارغولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاپور عرب رسنیو ته ویلي چې یاده پروژه د آسیه افغان خیره بنسټ په مالي ملاتړ پلې کېږي. نوموړي ویلي، چې په دغه پروژه کې د یادې لېسې ودانۍ، میزونو او څوکیو د بیارغولو ترڅنګ، د ۱۱۴ مترو په ژوروالي د اوبو څاه کیندل، د برېښنا سیسټم او نورې اړینې برخې شاملې دي.




































