د افغانستان اسلامي امارت د زمري ۲۴مې، فتحې ورځې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د اشغال تر پای وروسته په ټول هېواد کې امن تامین شو، فساد، ظلم او نشه یي توکي له منځه تللي، ژبني، قومي، سمتي، ګوندي، او نورو اختلافونه له منځه تللي او د شرعي نظام تر سیورې لاندې د ابادۍ لپاره زمینه برابره شوې ده. د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت الله ټولو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د خلکو په خدمت کې هڅه وکړي، د اسلامي امارت ټول وزیران او کابینه دې د سرپرست کلمه نه کاروي، د شهیدانو کورنۍ او یتیمان په یاد وساتي او د ملت د سوکالۍ لپاره جدي کار وکړي.




































