د المان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره یې ۵،۸ میلیونه یورو ځانګړي کړې دي او دا مرستې به د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان او غیر دولتي موسسو له لوري تر اړمنو کسانو ورسوي. د المان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا مرستې به د خوړو نړۍوال سازمان، غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو د نورو سازمانونو له لارې اړمنو کسانو ته ورسیږي. یادې مرستې له ګاونډو هېوادونو څخه تازه راستانه شویو کډوالو ته ورکول کیږي او تر ډېره به یې تمرکز پر ښځو او ماشومانو وي.




































