د کډوالو د حقونو دوو بنسټونو پرون د المان د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو پر وړاندې دعوه ثبت کړې او د المان چارواکي یې د افغان کډوالو د ژوند په ژغورلو کې په پاتې راتلو تورن کړي دي. دغه دعوه وروسته له هغه ثبتیږي، چې المان ته د تګ په تمه یو شمېر افغانان له پاکستان څخه واېستل شول. پاکستان څو اونۍ وړاندې د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده، چې د ملګرو ملتونو په وینا ښايي له یو میلیونه ډېر افغانان اړ کړي، چې له پاکستان څخه ووځي. په دې ډله کې له دوه زرو ډېر هغه کسان هم شامل دي، چې المان د زیانمنو کسان په توګه منلي وو او د دغه هېواد له خوا په تمویلیدونکو استوګنځایونو کې اوسېدل. خو د المان د نوي حکومت له راتګ او کډوالۍ د پروګرامونو له بیا کتنې سره المان ته د یادو کسانو د انتقال لړۍ درېدلې ده.




































