د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د پاکستان د لوی درستیز د ګډې کمېټې د مشر جنرال ساحر شمشاد مرزا په مشرۍ له یوه پلاوي سره لیدلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان–ټرانس رېل پټلۍ د درې اړخیز تړون پر ژر عملي کېدو ټینګار کړی دی. همداراز د اړیکو د پراختیا، څو اړخیزو همکاریو او ستراتېژیکې ملګرتیا په اړه بحث شوی دی. دغه ناسته کې د هغو ژمنو او هوکړو پر عملي کولو ټینګار شوی، چې د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ازبکستان ته د سفر پر مهال شوې وې. ازبکستان او پاکستان دواړو د متقابلو لیدنو او اړیکو پر زیاتېدو خوښي څرګنده کړې ده.




































