د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړوی، چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۵م نندارتون به د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادامباغ کې جوړ شي. د دغه وزارت په وینا، د نندارتون موخه د کورنیو تولیدوونکو ملاتړ او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معرفي کولو، بازارموندنې او پلور لپاره د فرصتونو برابرول دي.کرنې وزارت له تولیدوونکو او په دې سکټور کې له فعالو متشبثینو غوښتي، چې د غرفو په اخیستو سره خپل محصولات نندارې ته وړاندې او وپلوري. دغه نندارتون به د «باثباته کرنه او مالداري، ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد» تر شعار لاندې جوړ شي.































