د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په کابل کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره کتلي دي. دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشوې. متقي د افغانستان او چین اړیکې مخ پر وده وبللې او چین یې د افغانستان مهم سوداګریز شریک یاد کړ، چې اوسنی کلنی تبادلات یو میلیارډ ډالرو ته رسېږي، هغه هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم لا لوړ شي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې غواړي د افغانستان صادرات زیات کړي او کابل په رسمي ډول د کمربند او لارې پروژې سره یوځای شي.




































