بریتانوي ورځپاڼو د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان ترمنځ د وروستیو ژورو اړیکو او دغه راز له امریکا سره د سعودي د اړیکو ترینګتیا ته کتنه کړې ده. ورځپاڼو کې راغلي چې سعوي د پاکستان په همکاري د اټوم بم جوړولو په درشل کې دی. ټایمز ورځپاڼې ته یوه لیکوال روجر بویز په خپله لیکنه کې لیکلي، لویدیځ باید د اټومي وسلو په تړاو د عربانو سیالي ودروي، ځکه د پاکستان او سعودي تر منځ ملګرتیا په ټول منځني ختیځ کې د اټومي وسلو لرلو د سیالۍ اور بلولی شي. لیکوال وايي، د سعودي او پاکستان تر منځ اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د سني مذهب پر معیارونو ولاړې دي، بلکې له لسیزو راهیسې دواړه هېوادونه پوځي اړیکي لري. د لیکوال په باور، دا ملګرتیا په دې مانا ده چې که پر سعودي کوم بهرنی هېواد برید وکړي، پاکستان به د سعودي همکارۍ ته نه ونه شي ویلی.



































