د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر هند او پاکستان د صبر او حوصلې غږ کړی دی. د امریکا د بهرنیو چاورو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پلاډینو ویلي، امریکا په پاکستان او هند ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغه خبریالانو ته په خبرو کې ویلي، د یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی حالات لا کړکېچنوي او که چېرته دواړه له زغم نه کار وانخلي نو دواړه هېوادونه به کلونه شاته ستانه شي. هغه په خپلو خبرو کې پر پاکستان غږ کړی دی چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي او د خپلو ګاونډیانو اندېښنو ته مثبت ځواب ووایي. ویاند زیاته کړې چې د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دواړو هېوادونو دبهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په همدې تړاو خبرې کړې دي او ترې یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.



































