له نورو هېوادونو سره د امریکا د سوداګرۍ کچه په تېره یوه لسیزه کې بېسارې ټیټه شوې ده. دا د ولمسشر ټرمپ د مالي کسر د راکمولو طرحې ته ضربه بلل کیږي. د مالي کسر راکمول د ټرمپ له مهمو سیاستونو و، خو په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا د صادارتو کچه تر وارداتو کمه وه او ددې هېواد د سوداګرۍ کسر ۶۲۱ میلیارده ډالرو ته ورسید. ټرمپ ادعا کوي چې ډېری هېوادونه له امریکا سره دوه مخی چلند کوي او له دوی غواړي چې د امریکا پر مالونو مالیه کمه کړي. رسمي شمېرې ښيي چې که څه هم تېر کال له امریکا د توکو او خدمتونو صادراتو کچه ۱۴۸،۹ میلیارده ډالره لوړه شوې خو دې هېواد ته بیا د وارداتو کچه ۲۱۸ میلیارده ډالره کمه شوې ده. په دې توګه نو له ۲۰۰۸ کال راهیسې د امریکا د سوداګرۍ کسر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی.



































