د امریکا د کانګرس غړو د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان بشپړ بدمعاش بللی دی او پر هغه یې توندې نیوکې کړې دي. امریکایي سناتورانو چې ډېری یې جمهوري غوښتونکي دي په یمن کې د سعودي عربستان پر رول اعتراضونه کړي دي او محمد بن سلمان یې په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر نقض تورن کړی دی. خو سناتور جان ابی زید چې ټرمپ د سعودي عربستان لپاره سفیر نومولی، د سعودي عربستان او د امریکا د اړیکو دفاع کړې ده. ابی زید که څه هم په ترکیه کی د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل په اړه د عدالت غوښتنه وکړه خو د امریکا او سعودي د ملګرتیا په اهمیت یې پرله پسې ټینګار کړی دی. ابی زید د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې ته وویل چې امریکا له سعودي سره پیاوړو اړیکو ته اړتیا لري او دا د امریکا په ګټه ده چې دغه اړیکې سمې وي.



































